د اوولسمې ناحیې د لومړي ګذر اړوند د وحدت آباد په سیمه کې د دوو سړکونو د جوړولو چارې ، چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوې خدمتونو د دفتر (UNOPS) . دغه سړکونه چې په ټوله کې (۷۴۴ ) متره اوږدوالی او (۵،۵ او ۳.۵ ) متره سور لري، د لښتي په ګډون به یې د جوړولو چارې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې بشپړې شي. د يادو سړکونو په جوړېدو سره به له یوې خوا د سيمې د اوسیدونکو پر وړاندې سیمه ییزې ستونزې هوارې او بل خوا به ترانسپورتي آسانتیاوې هم رامنځته شي. د یادولو وړ ده چې، د دغې پروژې په پلي کېدو سره د سیمې یو شمېر اوسیدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د اوولسمې ناحیې په لومړي ګذر کې د دوو سړکونو د جوړولو چارې روانې دي
6 جوزا 1402