د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شهر نو پارک د بیا رغونې چارې روانې دي

8 جوزا 1402

9882.jpg (1820 × 1024)

د زرغونو او تفریحي سیمو د پراختیا په موخه، د شهر نو پارک د بیا رغونې چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، لاهم روانې دي. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل وویل، د دغه پارک ځينې تاسيسات، چې پخوا ويجاړ شوي وو، بیاځلي رغول شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې د یاد پارک د بیارغونې په چارو کې د زرغونې خونې جوړول، د خړوب منظم سیسټم رامنځته کول، د(۵۲۴۶) مترمربع مساحت سره د پلو لارو جوړول، د دایروي سړکونو بیارغونه، د زرګونو زینتي بوټو کېنول او د چمن کرل شامل دي چې، د پارک په انګړ کې د اوبو د یوې فوارې، یوه کلاسیک آبشار او د ښکلا د یوې بڼې د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي. په همدې توګه د معیاري کټارو، د یوه ټیپیک کانتین او معیاري لوبغالي جوړولو، د اوږدو څوکیو د نصب او د تفریحي وسایلو د بیا جوړولو چارې هم تر لاس لاندې دي. شهرنو پارک، چې د څلورمې ناحیې اړوند د کابل په زړه کې یو له مهمو پارکونو شمېرل کیږي، (۹۲۳۴۸) متر مربع مساحت لري چې، د بیارغونې د پروګرامونو په پلي کېدو سره به ښاریان ډېر ژر په یاد پارک د مثبت بدلون شاهدان و اوسي