د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له لوري د ښاریانو د روغتیا خوندیتوب په موخه د یو ویشتمې ناحیې اړوند ګزک سیمې ( د کثافاتو خښولو ځای ) ته څېرمه په کورونو کې حشره وژونکي او مکروب ضد درمل وشیندل شول. ۱۴ کاله وړاندې د کابل ښار د تولیدي کثافاتو خښولو په موخه د لته بند سړک په اوږدو کې ګزک سیمه وټاکل شوه، چې په وروستیو کلونو کې یو شمېر هیوادوالو په ناقانونه توګه یادې سیمې ته څېرمه کورونه جوړ کړي دي او اوس په دې ځای کې له کثافاتو خښولو شکایت کوي. د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست دا حشره وژونکي او مکروب ضد درمل له بیلابیلو ناروغیو څخه د مخنیوي په موخه وشیندل
ګزک سیمې ( د کثافاتو خښولو ځای) ته څېرمه په کورونو کې حشره وژونکي درمل وشیندل شول
8 جوزا 1402