د شپاړلسمې ناحیې اړوند د بګرامیو د میوې او سبزۍ منډوي د دوه پارکینګونو داوطلبۍ چارې د کابل ښاروالۍ په انګړ کې د ګمارل شوي پلاوي په شتون کې ترسره شوې. د ګډون کوونکو شرکتونو له ډلې نقیب الله د حاجي محمد رووف زوی د لوړ او مناسب قیمت (۴۰۰ زره) افغانیو په وړاندې کولو سره د دواطلبۍ ګټونکی اعلان شو.د دې پارکینګونو له ډلې یو یې ۲۳۸۲ متر مربع او بل یې ۲۵۸۴ متر مربع پراخوالی لري چې، تر راتلونکي یوه کال پورې به له دې درکه۔ ۴ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانۍ د کابل ښاروالۍ عوايدي حساب ته دننه شي.
د بګرامیو د میوې او سبزۍ منډوي د وسایطو پارکینګ د دواطلبۍ چارې ترسره شوې
8 جوزا 1402