الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې د اتم بلاک د سړکونو جوړولو چارې (۷۶) سلنه مخته تللې دي

8 جوزا 1402

9892.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته دښاري او ترانسپورټي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په اتم بلاک کې له تیږو څخه د جوړیدونکو (۲۵) فرعي سړکونو د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، لاهم روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ، یاد سړکونه په ټوله کې ( ۷۳۰۲ ) متره اوږدوالی او له ( ۶ څخه تر ۷) مترو پورې سور لري، چې د لښتیو په ګډون به په بنسټیزه توګه د (۱۴۶) میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شي. تر دې دمه د یادې پروژې چارې (۷۶) سلنه مخته تللې چې، تر راتلونکو څو میاشتو پورې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. له تیږو  څخه د سړکونو جوړول د ځمکې د سر اوبو د جذب په برخه کې ګټور او له لوړ مقاومت څخه برخمن دي