د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل شمال- لودیځ نوي نښلوونکي سړک پر وړاندې د خنډونو او استملاکي کورونو د پاکولو او ویجاړولو کار پیل شو

8 جوزا 1402

9894.jpg (1820 × 1024)

د ګڼې ګوڼې د کمښت او ترانسپورټي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل شمال – لودیځ نوي جوړېدونکي نښلوونکي سړک پر وړاندې د خنډونو پاکولو او استملاکي کورونو دویجاړولو کار د کابل - پروان سړک (د ذاکرین ښارګوټي) څخه تر قرغې سړک پورې، د اوولسمې او پنځمې ناحیې اړوند سیموکې پیل شو. د یاد سړک په اوږدو کې شاوخوا (۳۵۰) ملکیتونه او کورونه تر استملاک لاندې دي، چې د ویجاړولو او پاکولو کار یې پیل شوی، او زیانمنو کسانو ته به د استملاک قانون له مخې حقوق ورکړل شي. ورته مهال د یاد سړک بنسټیزې چارې چې، د غره د لمنې کیندنه او د سړکونو د کرښو په نښه کول پکې شامل دي د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري پیل شو. یاد سړک له خورا ارزښته برخمن دی او د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، استنادي دیوالونو، تم ځایونو، ترافیکي دهلیزونو، کرښې اچولو او د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون به د(۷۶۴۵) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو سور سره په معیاري توګه جوړ شي. دا سړک چې د کابل شمالي برخه له لوېديځې برخې سره نښلوي او د اوولسمې او پنځمې ناحیې ترمنځ جوړیږي، ورسره جوخت به د کابل ښار اقتصادي ودې ته زمینه برابره او تر څنګ به یې په ترافیکي بهیرکې آسانتیاوې هم رامنځته شي. هیله ده، چې ښاریان د یادې پروژې په پلي کېدو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي