الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د څارویو د خرڅلاو ځای ټاکلو په اړه غونډه ترسره شوه

8 جوزا 1402

9896.jpg (1820 × 1024)

د ښار په بېلابېلو زونونو کې د څارویو د خرڅلاو بازارونو د ځای ټاکلو په اړه، دکابل ښاروالۍ دښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني په مشرۍ او د مرکزي ریاستونو او ناحیو د یو شمېر رئیسانو په ګډون غونډه ترسره شوه.  په غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال وویل،  چې په عامه ځایونو او نورو ښاري سیمو کې د څارویو پلورل منع دي او له دې کار باید مخنیوی وشي. ښاغلي سجستاني مسوولانو ته سپارښتنه وکړه، چې د ناروغیو له خپرېدو څخه د مخنیوي، د ښاریانو د روغتیا د خوندیتوب او د ښاري تاسیساتو د ساتنې په موخه؛ د څارویو خرڅلاو ددايمي بازار لپاره د ځايونو تر ټاکل کیدو وروسته دې د څارویو پلورونکي هلته ولیږدول شي. په دې کار سره به له یوې خوا د هغه ښاریانو لپاره، چې غواړي څاروي وپیري آسانتیاوې رامنځته شي او له بلې خوا به د ښاري ککړتیا او د ښاري تاسیساتو له ژر ویجاړیدو څخه مخنیوی وشي