الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د قلعه زمان خان د ۶۰ متره سړک د منځني ګلدان د زرغونتیا چارې روانې دي

10 جوزا 1402

9902.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا، د بنایي او الوخیلو تر منځ سیموکې د قلعه زمان خان د (۶۰) متره سړک دمنځ ګلدان د زرغونتیا چارې روانې دي. د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل په دې اړه وویل چې، په لومړي سرکې به په یاد ګلدان کې کیندنې کیږي او کرنیزه خاوره به پکې اچول کیږي، ځکه له دې مخکې دغه ګلدان د سړک د ودانیزو توکو په سر جوړ شوی چې،  له امله یې ونې او ګلان په سمه توګه وده نه کوي. نوموړي زیاته کړه، د زرغونتیا رياست هوډ لري چې دغه ګلدان په معياري توګه زرغون او ښکلي کړي ، چې په همدې موخه څه موده وړاندې د الوخیلو په سیمه کې د يو کيلو مترو په اوږدوالي او يو متر ژوروالي سره کیندنه وشوه.، وروسته کرنیزه خاوره په کې واچول شوه او سلګونه نیالګي پکې کینول شوي دي. د یادولو وړ ده چې، د دغه ګلدان د پاتې برخو تر جوړیدو وروسته به، د ډول ډول ونو او ګلانو په کینولو اقدام وشي