الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

چهلستون ماڼۍ ته څېرمه د سړک جوړولو چارې بیا ځلي پیل شوې

10 جوزا 1402

9904.jpg (1820 × 1024)

د اوومې ناحیې اړوند چلهستون ماڼۍ ته څېرمه د سړک جوړولو چارې، چې د یو لړ تخنیکي ستونزو له امله درېدلې وې، بیا ځلي پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ، د ډیزاین تر اصلاح کولو وروسته د چهلستون سړک او پډولې پروژې ترمنځ یاد سړک به د( ۳۴۵) متره په اوږدوالي او ( ۳۰ ) مترو په سور د لښتیو، پلو لارو، د بایسکیل چلولو کرښو او څراغونو نصبولو په ګډون د (۳۲ ) میلیونه افغانیو په لګښت په معیاري توګه جوړ شي. یاد سړک له ځانګړي اقتصادي ارزښت څخه برخمن دی چې، په جوړېدو سره به یې  له یوې خوا د اړوند سیمو په ځانګړې توګه د پډولې پروژې اوسېدونکو ته ګڼ شمېر آسانتیاوې رامنځته او له بل لوري به، د هوا د ککړتیا په برخه کې د ښاریانو شته ستونزې هم حل شي