الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې په یوویشتم ګذرکې د (۳) فرعي سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې

10 جوزا 1402

9906.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوې خدمتونو د دفتر (UNOPS) په مرسته، د پنځمې ناحیې د یوویشتم ګدر اړوند، شاه قباد او قلعه جرنیل سیمه کې د (۳) فرعي سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې. د پنځمې ناحيې مرستيال رفيع الله احمدزي وويل،دغه فرعي سړکونه به دديارلسمې ناحیې په ګاونډ کې د( ١٤٠٠ ) مترو په اوږدوالي او ( ٤ ) مترو په سورسره د لښتیو په ګډون د شپږو مياشتو په موده کې  په بنسټزه توګه  جوړ شي، چې ورسره جوخت به له یوې خوا د سيمې او ګاونډيو سيمو اوسېدونکو ته ګڼې ښاري آسانتياوې رامنځته او له بلې خوا د دې پروژې په پلي کېدو سره سلګونو ښاريانو په ځانګړې توګه د سيمې اوسېدونکو ته د کار زمينه برابره شوې ده.