د هوايي ډګر سړک دزیانمنو برخو د بیا رغولو کار، چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې رياست له خوا پيل شوى وو، روان دى. د دغه سړک هغه برخې چې، د وخت په تېرېدو سره زیانمنې شوې دي، له فني او تخنیکي مطالعاتو وروسته، د پرمختللې ماشینرۍ په کارولوسره په معیاري ډول بیارغول کیږي.
د هوايي ډګر سړک دزیانمنو برخو د بیا رغولو کار روان دی
10 جوزا 1402