الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د غږیزې ککړتیا دکمښت او مخنیوي په اړه د معدني اوبو له تولیدي شرکتونو سره غونډه ترسره شوه

10 جوزا 1402

9912.jpg (1820 × 1024)

د غږیزې او چاپېریالي ککړتیا د کمښت او مخنیوي په اړه، د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست او د معدني اوبو د تولید د یو شمیر شرکتونو استازو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه او لازمې پریکړې پکې وشوې. په غونډه کې د معدني اوبو د تولید شرکتونو مسوولانو ته سپارښتنه وشوه ترڅو د(۱۰) ورځو په موده کې د لوړ غږ لرونکو لوډسپیکرونو پرځای، له بديلو لارو چارو څخه د کابل ښاروالۍ سره په همغږۍ استفاده وکړي. همدا راز د یادو شرکتونو مسوولانو د معدني اوبو له کیفیت څخه ډاډ ورکړ او ژمنه  یې وکړه چې، په خپلو ورځنیو چاروکې به ټول روغتیایي معیارونه په پام کې نیسي او د خپلو قانوني سندونو  اداري پړاوونه به په اړوندو اداره کې ترسره کړي. دغه راز په غونډه کې پریکړه وشوه چې، د معدني اوبو د تولید شرکتونو ټولنه دې د خپلو اړوندو شرکتونو نوملړ جوړ او له کابل ښاروالۍ سره دې شریک کړل شي. کابل ښاروالۍ مؤظفه ده ترڅو د یادو شرکتونو د قانوني سندونو د اداري پړاوونو د څرنګوالي په اړه له اړونده اړخونو( عامې روغتیا وزارت، د استندرد ملي ادارې او د خوړو او درملو ملي ادارې) سره خبرې وکړي.