د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قلعه فتح الله له پخواني سړک څخه تر سلطان محمود غزنوي سړک پورې د خنډونو پاکولو چارې روانې دي

11 جوزا 1402

9916.jpg (1638 × 922)

د لسمې ناحیې اړوند د قلعه فتح الله له پخواني سړک څخه تر سلطان محمود غزنوي سړک پورې ( شهیدهنګرها څلورلارې) د نوي جوړېدونکي سړک پر وړاندې د شته خنډونو پاکولو او کورونو ویجاړولو چارې د ښاریانو په مرسته روانې دي. د لسمې ناحیې مرستیال قاري عبدالحي شهیدزي وویل چې، د یادې سیمې ښاریانو د پروژې له پلي کېدو هرکلی کړی او اوس مهال د استملاکي خنډونو د پاکولو چارې په سمه توګه روانې دي. د یاد سړک په اوږدو کې ۲۴ ملکیتونه او کورونه تر استملاک لاندې دي چې،  قانون له مخې به زیانمنو کسانو ته د دوی حقونه ورکړل شي. د دې سړک په جوړېدو سره به قلعه فتح الله، سلیم کاروان، شهید هنګرها، پای کوب او ور څیرمه سیمو اوسېدونکو ته ګڼ شمېر ترانسپورټي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي. ټاکل شوې ده چې، تر بنسټیزو چارو وروسته یاد سړک د ۶۱۰ متره په اوږدوالي او د ۱۶ متره په سور په معیاري توګه جوړ شي