د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د عاشقان او عارفان په عالي لیسه کې د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

11 جوزا 1402

9918.jpg (1820 × 1024)

د لومړۍ ناحیې اړوند د عاشقان او عارفان په عالي لیسه کې د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري، د عامه تاسیساتو د ساتنې او د ښاري فرهنګ د ودې په اړه غونډه ترسره شوه. دغونډې په پیل کې د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد د غونډې موخې بیان کړې او د زده کړو په ارزښت یې رڼا واچوله. ښاغلي زاهد د علم ترلاسه کول د ټولې د سمون لپاره زيات مهم وباله او زیاته یې کړه چې، پوه کسان تر نورو ښه کولای شي د ټولنې او ښار پر وړاندې مسئولانه چلند وکړي. ښاغلي زاهد د ښاري کلتور په پام کې نیول یوه جدي اړتیا وبلله او له زده کوونکو یې وغوښتل، چې په غونډه کې  یې ترلاسه کړي او زده کړي معلومات له خپلو کورنیو سره هم شریک کړي. همدا راز د عاشقان عارفان عالي لیسې د ښوونکو په استازیتوب استاذ غلام غوث خبرې وکړې او د خپلو ستونزو او وړاندیزونو شریکولو سربېره یې له کابل ښاروالۍ څخه يې د نورو دا ډول تربيتي غونډو غوښتنه وکړه . د غونډې په لړ کې د لیسې د ترانې ټیم نعتونه او ترانې وویلې، له زده کوونکو پوښتنې وشوې او په بدل کې یې ډالۍ ووېشل شوې، د زده کوونکو له لوري د ښاري نظافت په اړه تمثیلي توټه وړاندې شوه او د کابل ښاروالۍ د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت له لوري یو شمېر ویډیويي کلپونه نندارې ته وړاندې شول چې د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځیدل.