
د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال الحاج محمد نبي «عثماني» په مشرۍ، د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټې ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د وکیلانو د ټاکلو او او ګوښه کولو د کړنلارې له مخې، د کابل ښار د اتو ناحیو لپاره د ګذر وکیلانو د نوماندانوسندونه او شرایط وارزول شول.
همدا راز په یاده ناسته کې د لومړۍ، درېیمې، څلورمې، پنځمې، شپږمې، اتمې، لسمې او اوولسمې ناحیې د اوسېدونکو له خوا معرفي شوي نوماندان وڅېړل شول او د کمېټې غړو د ګذر وکالت د مسئولیتونو د ترسره کولو لپاره د نوماندانو وړتیا، نېک شهرت، شخصیت او وړتیا په هر اړخیزه توګه وارزول او بحث یې پرې وکړ.
د ګذر وکیلانو د ټاکلو د بهیر له مخې، د اوسني ګذر وکیل تر تأیید یا د کمېټې له خوا د نوي نوماند تر ټاکلو وروسته، د نوماندانو قانوني سندونه اړوندو ادارو ته لېږل کېږي، څو د هغوی تحصیلي اسناد او کاري مخینه وڅيړي.
هغه نوماندان چې لازم شرایط پوره کړي، د ارزونې د بهیر او د قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته، د وروستۍ منظورۍ لپاره د کابل ښاروالۍ مقام ته وړاندیز کېږي.
له منظورۍ وروسته به ټاکل شوي کسان د ټولنیزو او ولسي چارو د همغږۍ ریاست له خوا د وکالت مهر او باورلیک ترلاسه او اړوند ناحیې ته په رسمي توګه د ګذر وکیل په توګه معرفي کېږي.
ګذر وکیلان د ځايي اوسېدونکو او کابل ښاروالۍ ترمنځ د اړیکو د پل په توګه، د سیمو د ستونزو او اړتیاوو په انعکاس، د ټولنیزې همکارۍ په پیاوړتیا، د ښاري نظم په ښه والي او د ښاریانو او اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو کې مهم رول لوبوي.
د کابل ښار په اتو ناحیو کې د ګذر وکیلانو د نوماندانو سندونه او شرایط و ارزول شول
20 میزان 1405


