د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د ښاري نظم عملیاتي پلان پلی شو

13 جوزا 1402

9922.jpg (1820 × 1024)

د لسمې ناحیې د مسئولانو له لوري د ښاري نظم عملیاتي پلان په چوکاټ کې د یادې ناحیې په بېلابېلو سیمو ښاري سرغړونو ته رسېدنه وشوه. د لسمې ناحیې مرستیال قاري عبدالحي شهیدزي وویل چې، په دې کار کې له پلو لارو او سړکونو  څخه خنډونه پاک او ویجاړ شول. د نوموړي په وینا یوه رستورانت چې د قلعه فتح الله سړک په اوږدو کې یې پلې لار غصب کړې وه او په ناقانونه توګه یې پکې پخلنځی جوړ کړی وو، تاسیسات یې ویجاړ شول او د رستورانت مالک ته سپارښتنه وشوه چې،  که داسې سرغړونه یې بیا ځلي تکرار کړه، له جدي قانوني چلند سره به مخ شي. په همدې توګه یو شمېر نانوایانې چې، په خپله کاري سیمه کې یې د حفظ الصحې سپارښتنې په پام کې نه وې نیولې، فعالیتونه یې بندشول او ټولو هټیوالو ته سپارښتنه وشوه، څو  په پلو لارو کې خپل توکي ځای پر ځای نه کړي او د لارې د بندېدو لامل ونه ګرځي