د ښاري تاسیساتو د ساتنې په موخه،د کابل ښاروالۍ د کار،ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د قرغې سړک دزیانمنو برخو د بیا رغونې چارې پیل شوې د سړکونو د بیارغونې آمر انجنیر شریف الله قادري وویل چې، د یاد سړک یو شمېر برخې د وخت په تېرېدو سره زیانمنې شوې وې، چې تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله په معیاري او بنسټیزه توګه بیا رغول کیږي. هغه سړکونه چې بیارغونې ته اړتیا لري یو پر بل پسې به یې د بیارغونې چارې ترسره شي. دا کار د عامه تاسیساتو د ساتنې او د سړکونو له ژر ویجاړېدو څخه د مخنیوي په موخه ترسره کیږي
د قرغې سړک دزیانمنو برخو د بیا رغونې چارې پیل شوې
13 جوزا 1402