د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې په ۱۱م ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې

13 جوزا 1402

9926.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر (UNOPS) په مالي ملاتړ د لسمې ناحیې په یوولسم ګذر( د الکوزیو کوڅه)  قلعه خاطر سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د لسمې ناحیې مرستیال قاري عبدالحي شهیدزي وویل چې، دا سړک (۶۰۰ ) متره اوږدوالی او (۴ ) متره سور لري، چې راتلونکو (۵) میاشتو پورې به د لښتیو په ګډون په بنسټزه توګه جوړ شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې اوسیدونکو ته ګڼ شمېر ټولنیزې او چاپیریالي آسانتیاوې رامنځته شي