الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د مشرتابه غونډه ترسره شوه

13 جوزا 1402

9928.jpg (1820 × 1024)

د چارو د چټکتیا او د غوره ښاري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ ترسره شوه. په دې غونډه کې چې د کابل ښاروالۍ دمرستیالانو، د مرکزي ادارو د یو شمېر رئیسانو  په ګډون جوړه شوې وه، په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره دترکار لاندې پروژو د پلي کېدو، دنیم ګړو او ستونزمنو پروژو د بیا پیلولو، د یو شمیر نویو پروژو د طرحې، د تدارکاتو او اداری چارو د بهیر د ګړندیتوب، د تنظیفي او زرغونتیا وضعیت او د ښاري نظم د ښه والي او نورو مهمو ښاري مسایلو په اړه بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول.  کابل ښاروال پر مسوولانو غږ وکړ، چې د ښاریانو د رضایت د کچې د لوړولو په برخه کې دې له هیڅ راز هڅو  ډډه ونه کړي. همدا راز کابل ښاروال ټینګار وکړ چې، د ښاریانو د هوساینې او د هوسا ژوند د رامنځته  کولو په موخه، لا زیاتو کارونو ته اړتیا ده. پلانونه او پروګرامونه باید د لومړیتوبونو پر بنسټ ډیزاین،جوړ او پلي شي