الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خيرخانې کوتل سړک د‌دويمې برخې د‌پراختيا په موخه د مربوطه قبرونو جسدونه ليږدول کيږي

13 جوزا 1402

9930.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رياست د سراى شمالي چوک ته څېرمه د خيرخانې کوتل سړک د دويمې برخې د پراختيا په اوږدوکې له قبرونو څخه د جسدونو را ايستل پيل کړل. د کابل ښاروالۍ دکلتوري چارو رييس قاري ولي ګل جواد وويل، چې د سړک د نوي ډیزاین له مخې؛ يو شمېر هغه قبرونه چې د دغه سړک په اوږدوکې پراته دي، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رياست د اړوندو کارکوونکو له خوا په درنښت سره د کابل په سوېل کې د موسهي هديرې ته لېږدول کیږي، او د کابل ښاروالۍ د مخکینۍ خبرتیا له مخې د یو شمېر قبرونو جسدونه د هغو خپلو خپلوانو له خوا لیږدول شوي دي، که دپاتې نورو خپلوان حاضر نشي، د کابل ښاروالۍ له خوا به ولیږدول شي. د سرای شمالي چوک څخه تر کوتل بازار پورې د سړک کین خوا ته د دغه سړک د جوړولو چارې، چې (۳۷۱۰) متره اوږدوالی او( ۲۷) متره سورلري، څه موده وړاندې پیل شوې وې، اوس هم دوام لري. د سړک جوړولو په دغه پروژه کې، پلې لارې، استنادي دیوالونه، معیاري لښتي، د څراغونو نصبول، د کرښو اچول، تمځایونه، د ترافیکي نښو نصبول او د یوه عصري او معیاري سړک نور جزیات شامل دي چې د روان کال په اوږدو کې به بشپړ شي