د لسمې ناحیې مسئولانو د یادې ناحیې اړوند د تایمنیو په دویم سړک کې د موټر منیځلو د یوه ناقانونه ځای له جوړېدو مخنیوی وکړ. د لسمې ناحیې مرستیال قاري عبدالحي شهیدزي وویل چې، د سرغړونکي ناقانونه تاسیسات تر پېژندلو وروسته ویجاړ شول او سپارښتنه ورته وشوه چې د بیا ځل داسې سرغړونې تکرارولو پر مهال به له جدي قانوني چلند سره مخ شي، ځکه د استوګنیزو بلاکونو په مینځ کې د موټر مینځلو ځای جوړول لویه ښاري سرغړونه ده. نوموړي زیاته کړه چې، ورته مهال د تایمنیو په دولسم سړک د سرې میاشتې شاته یو استملاکي کور هم ویجاړ شو. د یاد کور مالک مخکې له کابل ښاروالۍ څخه خپل استملاکي حقونه ترلاسه کړي دي
د موټر مینځلو د یوه ناقانونه ځای له جوړېدو مخنیوی وشو
13 جوزا 1402