د ښاریانو د روغتیا د خوندیتوب په موخه، د پنځلسمې ناحيې مسوولينو د خپلو وروستيو پلټنو په ترڅ کې، د دې ناحیې له بازارونو څخه (٩٥٠ ) کيلوګرامه خوراکي توکي، چې د مصرف نیټه یې هم پای ته رسیدلې وه راټول او د له منځه وړلو په نیت يې ټاکلي ځاى ته وليږدول. په دغو توکوکې شیدې، قیماق، آچار، دلوبیا او نخودو کنسرو، چپس، چاکلیټ، بسکویټ، شامپو، صابون، ډول ډول نوشابه، کیچپ او صابون شامل دي. تمه کیږي چې ښاریان دخپلو توکو د پیرودلو پرمهال، دهغو کیفیت او دمصرف نیټې ته پام وکړي
د پنځلسمې ناحیې له بازارونو څخه (۹۵۰) کیلو ګرامه بې کیفیته توکي راټول شول
14 جوزا 1402