د کابل ښاروالۍ د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري د دوه ویشت ګونو ناحیو د کرایې د برخې مسئولانو ته په الکترونکي بڼه د کابل ښاروالۍ د جایدادونو د ثبت او راجستر لړۍ تشریح او ور وپېژندل شوه. د معلوماتي ټکنالورۍ ریاست د مسئولانو په خبره، له دې منظم الکترونکي سیسټم څخه په ګټه اخیستلو سره، کولای شو ملکیتونه په ګوته، ثبت او دهغه څرنګوالي او اندازه په ډاګه او د دې ترڅنګ د کرایې له امله د راټولو شویو عوایدو په اړه هم په شفافه توګه راپور ترلاسه کړو. دا سیسټم د غوره حکومتوالۍ او په چټکتیا سره د چارو ترسره کېدو په برخو کې ګټوردی.
په الکترونیکي بڼه د کابل ښاروالۍ د جایدادونو د ثبت او راجستر لړۍ تشریح شوه
14 جوزا 1402