الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

یو شمېر محصلانو د کابل ښاروال کړنې وستایلې

14 جوزا 1402

9938.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار په کچه په ښاري برخو کې د غوره خدمتونو وړاندې کولو له امله، یو شمېر محصلانو د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید کړنې وستایلې. یادو محصلانو وویل چې، کابل ښاروال د پراختیايي پلانونو د پلي کېدو په برخه کې له جدیت او صداقت څخه کار اخیستی چې، له امله یې ښاریان د کابل ښار د بڼې د بدلون شاهدان دي. د دوی په وینا کابل ښاروال هڅاند او پر هېواد مین شخص دی چې، د ده په شتون کې به کابل ښاریان غوره آسانتیاوې تجربه کړي. ورته مهال کابل ښاروال ځان د خلکو خادم یاد کړ او د خدمت کولو په برخه کې یې خپله ژمنه یو ځل بیا تازه کړه