د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنجصد فامیلو څلولارې د ښکلا او بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

14 جوزا 1402

9940.jpg (1820 × 1024)

د ښاري تاسیساتو د ساتنې او ښاري ښکلا رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري د احمدیار ګروپ کمپنۍ په مرسته د پنجصد فامیلیو څلورلارې د ښکلا او بیارغونې چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني او د کلتوري او ټولنیزو چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور له لوري د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.په یادو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ مشرتابه له هغو پانګوالو او سوداګرو چې تر دې دمه یې د ښاري ښکلا او آبادۍ په برخو کې برخه اخیستې ده مننه وکړه او ویې ویل چې، د ښاري ښکلا د پروګرامونو په پلي کېدو سره به یې د کابل ښار په بڼه کې مثبت بدلون راشي. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وویل چې، د پنجصد فامیلو څلورلارې د بیارغونې او ښکلا چارې د دوی د ریاست تر نظر لاندې ډیزاین شوې دي او د احمدیار ګروپ کمپنۍ له لوري پرې شاوخوا ۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی. د یادې څلورلارې د ښکلا په چارو کې د څلولارې په تیږو فرش، د اوبو د فوارو جوړول، د زرغونې سیمې رامنځته کول، د زینتي بوټو او ګلانو کینول او د کټارو رنګول شامل دي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل وویل چې، د کابل ښاروالۍ د مشرتابه له لارښونې سره سم لومړۍ له یادې څلولارې ناقانونه تاسیسات پاک شول، ځمکه یې هواره شوه او وروسته یې د زرغونولو په موخه اقدام وشو