د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دهمزنګ غرنۍ سیمې په لومړي ګذرکې د فرعي سړک جوړولو چارې روانې دي

14 جوزا 1402

9942.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښارالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې ( UNPOS) په مالي ملاتړ ، د دریمې ناحیې اړوند د دهمزنګ د اوبو مخزن غرنۍ سیمې په لومړي ګذر کې د( ۱۹۵ ) مترو په اوږدوالي او د ( ۴.۵ )مترو په سور د یوه فرعي سړک او د( ۷۰ ) مترو په اوږدوالي او د( ۱.۸ ) مترو په سور د یوه لښتي د جوړولو چارې روانې دي.  د کابل ښاروالۍ د پروژو او پروګرامونو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ، د یاد سړک او لښتي په جوړېدو سره به د سیمې ګڼ شمېر ستونزې حل او ورسره جوخت به ښاریانو ته ټولنیزې او اقتصادي آسانتیاوې هم رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، په غرنیو سیمو کې د پروژو پلي کول، د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی او په دې برخه کې به لا اغیزمنې کړنې ترسره شي