الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د اداري شورا غونډه ترسره شوه

16 جوزا 1402

9946.jpg (1820 × 1024)

د چارو د چټکتیا او د غوره ښاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د اداري شورا غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ ترسره شوه. په دې غونډه کې چې، د کابل ښاروالۍ مرستیالانو او د مرکزي ریاستونو او ناحیو رئیسانو پکې ګډون کړی وو، د اصنافو چاپیریالي حفظ الصحې لپاره د کړنلارې جوړولو، دګرځنده پلورونکو لپاره د بدیلو سیمو ټاکلو، د کابل ښاروالۍ د جایدادونو په کرایه ورکولو، په پلاني او غیر پلاني سیمو کې د ودانیز جواز ویشلو، او د ښار په کچه له پارکینګونو څخه د ګټه اخیستنې پر څرنګوالي خبرې وشوې او لازمې پرېکړې ترسره شوې. کابل ښاروال ټینګار وکړ چې، د ښاري ژوند قانوني کولو او د غوره ښاري خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې مسئولان باید خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي