د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

ګذر وکیلانو د شوراګانو له رئیسانو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

16 جوزا 1402

9948.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو ریاست او د ګذر وکیلانو شوراګانو د رئیسانو تر منځ ، د سیمه ییزو ستونزو د پيژندلو  او د حل څرنګوالي په موخه یې مشورتي ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې، د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو رئیس محمد ناصر کبیري، د ګذر وکیلانو له هر اړخیزو مرستو مننه وکړه او ویې ویل چې، اړتیا ده تر بل هر وخت ګذر وکیلان له کابل ښاروالۍ سره د پلانونو او پروګرامونو په پلي کېدو کې همکار و اوسي. نوموړي زیاته کړه چې، د ښار پر وړاندې ټول فردي او ټولنیز مسئولیتونه لري او د ګذر وکیلانو شوراګانې کولای شي په ښه توګه سیمه ییزې ستونزې په ګوته او د حل په موخه یې له مسئولانو سره شریکې کړي. ښاغلي کبیري وویل چې، له مسئولانو سره د ګذر وکیلانو مرسته باید لا پراخه وي، څو د ښاري ژوند قانوني کېدو ته زمینه برابره شي. په یاده غونډه کې د ګذر وکیلانو شورا رئیسانو خپلې ستونزې له مسئولانو سره شریکې کړې او د غونډې په لړ کې لازمې پرېکړې هم وشوې