په بازارونو کې د توکو له نېټې او کیفیت څرنګوالي څخه د څارنو په لړ کې، د دیارلسمې ناحیې د مسئولانو له لوري د یادې ناحیې له بازارونو څخه څارنه وشوه، چې په پایله کې یې ( ۲۵۰۰ ) کیلو ګرامه بې کیفیته توکي، چې د مصرف نیټه یې هم پای رسیدلې وه راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولیږدول شول.
په یادو توکو کې شیدې، ملايي، مربا، لوبیا، نخود، چپس، چاکلیت، بسکویټ، شامپو، صابون، څښاک مواد او کچپ شامل دي. اړتیا ده چې، ښاریان د خپلو اړتیا وړ توکو دپیرودلو پر مهال د هغو نېټې او کیفیت ته پام وکړي.