د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د غازي په عالي لیسه کې د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

16 جوزا 1402

9954.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د دریمې ناحیې اړوند، د غازي په عالي لېسه کې د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد په خپلو خبرو کې د دا ډول غونډو موخه د ښاري فرهنګ په پام کې نیولو او د ښاري تاسیساتو ساتنې ته د ښاریانو هڅول وبلل او ویې ویل چې، د نن ورځې نسلونه د روښانه راتلونکي زیری ورکوي او اړتیا ده چې، د ښوونځیو زده کوونکو ته د ښاري اصولو او قوانینو په اړه هم معلومات ورکړل شي. ښاغلي زاهد زیاته کړه چې، له ښار سره باید مینه وکړو او په پاکۍ او ښکلا کې یې هر یو زموږ او تاسو خپل مسئولیت په سمه توګه ادا کړو. همدا راز د غازي عالي لېسې مدیر دا ډول غونډې مهمې وبللې او ویې ویل چې، د غازي عالي لیسې زده کوونکي به له دې وروسته له کابل ښاروالۍ سره په هره برخه کې همکار و اوسي، څو ښاري پلانونه په سمه توګه پلي شي. د عامه پوهاوي په دې غونډه کې د ښاري موضوعاتو په اړه یو شمېر ویډیويي کلپونه نندارې ته وړاندې شول، زده کوونکو هیوادنۍ ترانې او نعتونه وویل او د پوښتنو او ځواب یوه برخه له زده کوونکو سره په ګډه مخته یوړل شوه، چې ځواب ویونکي په ډالیو ونازول شول