د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د زرنګار پارک ترڅنګ درې لارې کې د ښاري ښکلا یو سمبول ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

16 جوزا 1402

9956.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري د ګلبهار ګروپ شرکت په مرسته د ښاري ښکلا د یوه سمبول د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وویل چې، د ارزول شویو پلانونو له مخې کابل ښاروالي په دې هڅه کې ده څو، د کابل ښار په بڼه کې مثبت بدلون راولي. د نوموړي په وینا د ښاري ښکلا پروګرامونه د تاریخي، ملي او کلتوري ارزښتونو د ساتلو په موخه د ښار په نوموتو سیمو کې پلي کیږي. د کلتوري چارو رئیس له هغو ملي سوداګرو او پانګوالو چې تر دې دمه یې له کابل ښاروالۍ سره د ښاري ښکلا پروګرامونو په پلي کولو کې برخه اخیستې ده، مننه وکړه. په دې درې لارې کې له داخلي تولیداتو څخه په ګټه اخیستلو د ۶ متره په لوړوالي او د درې متره په پلنوالي د شاوخوا یو میلیون افغانیو په ارزښت د ښاري ښکلا یو سمبول جوړ شوی دی. د ګلبهار ګروپ شرکت مرستیال غلام رباني رباني وویل چې، ګلبهار ګروپ د کابل ښاروالۍ له پروګرامونو او پلانونو ملاتړ کوي او په راتلونکې کې به هم له کابل ښاروالۍ د ښار د آبادۍ او ښکلا په برخه کې مرسته وکړي