الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په تپه سلام سیمه کې د کوڅو او زینو جوړولو پروژې چارې روانې دي

17 جوزا 1402

9958.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د خدمتونو ادارې (UNOPS) په مالي ملاتړ د دریمې ناحیې د دریم ګذر اړوند په تپه سلام سیمه کې د کوڅو او زینو جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ د یادې سیمې په دریو برخو کې د ۱۷۲ متره په اوږدوالي د یوه لښتي او زینو، د ۱۵۵ متره په اوږدوالي د کوڅو، لښتي او زینو جوړولو او د ۷۰ متره په اوږدوالي د کوڅو او لښتیو جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د یادونې وړ ده چې، په غرنیو سیمو کې د پروژو پلي کول د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی او په دې برخه کې به لا اغیزمنې کړنې ترسره شي