د لومړۍ ناحیې اړوند د پخته فروشۍ کوڅې د وسایطو د تم ځای د اجارې دواطلبۍ چارې د ټاکل شوي پلاوي په حضور کې په شفافه توګه ترسره شوې. د ۲۱ ګډونوالو له ډلې ښاغلی عبدالنافع د لوړ او مناسب قیمت د میاشتې( ۵۷۵۰۰۰) افغانیو په وړاندې کولو سره د داوطلبۍ ګټونکی اعلان شو. دا تم ځای (۲۷۴۲ ) متر مربع مساحت لري چې، د اجارې له امله به یې هر کال (۶ ) میلیونه و( ۹۰۰ ) زره افغانۍ د کابل ښاروالۍ عوایدي حساب ته دننه کیږي
د پخته فروشۍ کوڅې د وسایطو د تم ځای دواطلبۍ چارې ترسره شوې
17 جوزا 1402