د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ځمکو د بیا پراختیا او تنظیم د لومړنۍ پروژې عملي چارې پیل شوې

17 جوزا 1402

9964.jpg (1820 × 1024)

په پلاني د غیر پلاني سیمو بدلولو په موخه د شپږمې ناحیې اړوند په ۲۲ ګذر قلعه بختیار سیمه کې د لومړنۍ پروژې چارې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریالي ساتنې د مرستیال محمد خالد سجستاني، د ښاري پراختیا او پلان جوړونې د مرستیال ډاکتر صدرالدین تاجک او د سیمې د یو شمېر مشرانو په ګډون پیل شوې.

په یادو مراسمو کې د ښاري خدمتونو مرستیال وویل چې، کابل ښاروالي د یاد پروګرام له لارې غواړي د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ماسټر پلان پلي کېدو ته زمینه برابره کړي، څو په دې توګه د محرومو سیمو ښاریان هم له غوره ښاري خدمتونو برخمن شي. د ښاري پراختیا او پلان جوړنې مرستیال بیا په خپلو خبرو کې وویل چې، د ځمکو د بیا پراختیا او تنظیم عملیه یوه داسې کړنلاره ياده کړه چې، د ځمکې د شکل اصلاح کولو په موخه ترسره کیږي او دا پروژه زیربناوې او عامه ښاري تاسیسات د مالکانو په ګډون د ځمکې د بیا تنظیم تر عملیې لاندې نیسي او په پایله کې یې له ځمکې غوره ګټې اخیستنې ته زمینه برابریږي او د نمرې قیمت ورسره لوړیږي. ورته مهال د ځمکو د بیا پراختیا او تنظیم رئیس مهندس حسیب الله خالد وویل چې، دا د ځمکې د بیا پراختیا او تنظیم لومړۍ پروژه ده، چې د شپږمې ناحیې د ۲۲ ګذر ۹۰ جریبه ځمکه او ټولټال ۱۳۶ جایدادونه په بر کې نیسي. د یادې سیمې په پرمختیايي پلان کې د عامه او خدماتي تاسیساتو جوړل لکه د ښوونځي، جوماتونو، تفریحي پارک او وړکتون جوړول هم شامل دي او د سړکونو په جوړېدو سره به یې د جایدادونو ارزښت لوړ شي او د مالکانو ته یې له اصولو سره برابر د مالکیت سند هم ورکول کیږي. د ځمکو د بیا پراختیا او تنظیم په عملیه کې د اوسېدونکو ونډه اخیستل حتمي دي او ګډون یې د پروژې غوره پلي کېدو ته زمینه برابروي