د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پل سرخ څلورلارې کې د یوه تاریخي څلي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

17 جوزا 1402

9966.jpg (1820 × 1024)

د دریمې ناحیې اړوند د کارته سه په پل سرخ سیمه کې یوه تاریخي څلي د بنسټ ډبره د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو د رئیس قاري ولي ګل جواد او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د مرستیال محمد سلیمان خرم له لوري کېښودل شوه. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس وویل چې، د ښاري ښکلا پروګرامونه د تاریخي، کلتوري او ملي ارزښتونو د ساتلو په موخه پلي کیږي، چې یو له هغه د غزني د تاریخي څلي د یاد ساتل دي چې، د معمارۍ پخواني سبک ته په کتو به د ۱۳ متره په لوړوالي له داخلي تولیداتو څخه په ګټه اخیستلو د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ تر راتلونکو دوه میاشتو پورې به جوړ او ورسره جوخت به په یاده سیمه کې ښاري ښکلا لا ډېره شي. ورته مهال د افغان بیسیم مخابراتي شرکت مرستیال وویل چې، یاد څلی به د ډيزاین له مخې د معمارۍ پخواني سبک ته په کتو په ښه کیفیت او بنسټیزه توګه جوړ شي. نوموړي د کابل ښاروالۍ له پروګرامونو او پلانونو ملاتړ څرګند کړ او په راتلونکې کې یې هم  له کابل ښاروالۍ سره د همکارۍ ژمنه وکړه