د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ مشرتابه او یو شمېر کارکوونکي د دعوت او ارشاد عمومي ریاست له لوري وستایل شول

20 جوزا 1402

9970.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاریانو ته د غوره چوپړتیاو وړاندې کولو او ددعوت او ارشاد دموخو ښه پلي کولو له امله، ددعوت او ارشاد عمومي ریاست د رئیس شیخ محمد هاشم شهید ورور له لوري ، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور او د کابل ښاروالۍ د ارشاد او دعوت رئیس مولوي رحمت الله صاحبزاده د ستاینلیکونو په ورکولو سره وستایل شول. ددعوت او ارشاد عمومي رئیس په تېر یوه کال کې د کابل ښاروالۍ د مرکزي ریاستونو او ناحیو په کچه د عقیدتي او فقهي درسونو لړۍ مثبته و اروزله او زیاته یې کړه چې، د کابل ښاروالۍ مشرتابه او ددعوت او ارشاد ریاست مدرسینو فقهي او عقیدتي درسونه په ښه توګه کارکوونکو ته وړاندې کړي دي. شیخ شهید ورورڅرګنده کړه چې، اوس د دیني مسایلو په اړه د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو پوهه لوړه شوې ده، چې د چارو ترسره کېدو په برخه کې یې غوره بدلون رامنځته کړی دی. په دې مراسمو کې ددعوت او ارشاد ریاست او د کابل ښاروالۍ یو شمېر نور کارکوونکي هم د ډالیو په ورکولو سره ونازول شول