الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د قلعه فتح الله او سابقه تایمني سړکونو د بیارغولو چارې پیل شوې

20 جوزا 1402

9972.jpg (1820 × 1024)

د قلعه فتح الله او سابقه تایمني سړکونو دزیانمنو برخو د بیارغولو چارې، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا پیل شوې.  د یاد ریاست د سړکونو دبیارغولو د برخې آمر انجینیرشریف الله قادري په دې اړه وویل، چې د قلعه فتح الله او سابقه تایمني سړکونو ځینې برخې چې، د اوبو رسولو دیوه خصوصي شرکت له خوا کیندل شوې او ویجاړې شوې وې، له فني ، تخنیکي  او حقوقي څیړنو وروسته په معیاري او بنسټیزه توګه بیا رغول کیږي. نوموړي زیاته کړه چې، اوس مهال د سابقه تایمني او مدینه بازار دسړکونو د زیانمنو برخو د بیا رغولو چارې پیل شوې دي. هغه سړکونه چې بیا رغولو ته اړتیا لري، یو پر بل پسې به یې د جوړولو په اړه اقذام وشي، چې په دې کار سره به له یوې خوا د سړکونو د ژر ویجاړیدو مخنیوی وشي او بل خوا به په سمه توګه د عامه تاسیساتو ساتنه شوې وي