الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د کابل ولایت د طبي شورا له غړو سره وکتل

20 جوزا 1402

9974.jpg (1820 × 1024)

 کابل ښاروال مولوي عبدالرشید دکابل ولایت طبي شورا له رئیس ډاکټر ګل محمد عثمان او  یو شمېر غړو سره، د صنفي جوازونو د ویش په اړه خبرې وکړې. کابل ښاروال دیادې شورا د ستونزو له اورېدو وروسته وویل، چې د ښاري قوانینو له مخې د هر روغتیایي مرکز لکه روغتون، کلینک، درملتون او نورو روغتیايي مرکزونو ته، چې د ښار په بیلابیلو برخو کې فعالیت کوي اړینه ده ترڅو له کابل ښاروالۍ څخه صنفي جواز ترلاسه کړي او د نورو ښاري خدمتونو د محصول په ورکړه کې دې هم جدي پاملرنه وکړي، دغه کار به له یوې خوا ښاري نظم ته وده ورکړي او له بلې خوا به ترلاسه شوي عواید بیرته د ښاري خدمتونو په وړاندې کولو کې وکارول شي. ورته مهال د کابل د طبي شورا غړو وویل،  چې ښار قوانینو ته درناوی لري او د ښه نظم  رامنځته کولو او د ښاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې به له کابل ښاروالۍ سره  هر اړخیزې مرستې وکړي