الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اوومې ناحیې په (۲۹ م) ګذر کې د يوه فرعي سړک د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

20 جوزا 1402

9976.jpg (1600 × 900)

د اوومې ناحيې په (۲۹م) ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړېدو چارې،  چې څه موده مخکې پیل شوې وې بشپړې او د اوومې ناحيې د رئيس مولوي عبدالغفور غفور لخوا ،په داسې حال کې چې د سيمې یو شمیر مشرانو او اوسېدونکو هم حضور درلود،ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د اوومې ناحيې رييس د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو له دفتر (UNOPS) څخه، چې د دغه سړک په جوړولو کې يې له کابل ښاروالۍ سره مرسته کړې، مننه وکړه او ویې ويل، چې د يادې ناحيې په بېلابېلو سیموکې به ښاري او چاپېريالي ستونزې هوارې شي.  نوموړي د سيمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه،  چې د دغه سړک ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي، څو له وخته مخکې يې د ویجاړیدو مخه ونيول شي. دغه فرعي سړک چې ( ۹۷۸ ) متره اوږدوالی،په منځني کچه (۴) متره سور لري، او د حسن خان پله سیمه د پډولې له عمومي سړک سره نښلوي، د شپږو میاشتو په موده کې د( ۱۲۰ ) زره امریکايي ډالرو په لګښت په بنسټیزه بڼه جوړ شوی دی