د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحيې په اووم ګذر کې د دوو سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې

21 جوزا 1402

9978.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته دښاري او ټولنیزو آسانتیاوو درامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي دفتر (UNOPS) په مرسته د اتمې ناحیې اړوند د اووم ګذر په امام بخاري سیمه کې د دوو سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې. د اتمې ناحيې مرستيال مولوي صديق الله يوسفي وويل، چې په دې سيمه کې د يوه لښتي په ګډون په ټوليزه توګه د (٨٦٣ ) مترو په اوږدوالي او د( ٤،٥ ) مترو په سور يو سړک جو ړیږي، چې ورسره جوخت به د سیمې اوسیدونکو ته ګڼې ښاري او سیمه ییزې آسانتیاوې رامنځته شي. همدا راز ددې پروژې په پلي کیدو سره سلهاوو ښاریانو په تیره د سیمې اوسیدونکوته دکار زمینه برابره شوې ده، چې مسلکي کارګرانو ته د ورځې (۷۰۰) افغانۍ او غیر مسلکې کارګرانوته په ورځ کې (۴۵۰) افغانۍ اجوره ( معاش) ټاکل شوی دی. د یادولو وړ ده چې، ددې پروژې د پلي کیدو له امله ،دسیمې اوسیدونکو خوښي څرګنده کړه او د کابل ښاروالۍ له پلانونو او پرګرامونو څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ