د شپاړلسمې ناحیې په ۲۶م ګذر پورې اړوند د الوخیلو سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مالي ملاتړ پیل شوې وې، لاهم روانې دي. دا سړک چې (۶۹۰ ) متره اوږدوالی او( ۴.۵ ) متره سور لري په بنسټیزه توګه به جوړ شي، چې ورسره جوخت به له یوې خوا د سیمې د خلکو ګڼ شمېر چاپیریالي او ټولنیزې ستونزې حل شي او بل خوا به خلک ترانسپورټي آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي
د شپاړلسمې ناحیې په ۲۶م ګذر کې د فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي
21 جوزا 1402