د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کتاب لوستلو او دکتاب اونۍ په مناسبت د کتاب نندارتون جوړ شو

21 جوزا 1402

9982.jpg (1820 × 1024)

کتاب لوستلو ته د ښاریانو د هڅولو، د مطالعې د فرهنګ دودولو او دکتاب اونۍ په مناسبت، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په نوښت او دکابل ښاروالۍ په مرسته، د یوې اونۍ لپاره د کتاب نندارتون په زرنګارپارک کې جوړ شو. ددې نندارتون په پرانیست غونډه کې په ټولنیزو او کلتوري چاروکې د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور د نندارتون ګډونوالو ته دښه راغلاست ویلو  ترڅنګ، د مطالعې د اهمیت او ارزښت په هکله خبرې وکړې ویې ویل، چې کتاب د انسان ښه او تلپاتې دوست دی. نوموړي مطالعې ته د ښاریانو په تېره د ځوانانو د هڅولو او تشویق په موخه، د داشان پروګرامونو او نندارتونونو جوړول، ګټور او پر ځای اقدام وباله. ښاغلي منصور زیاته کړه چې، د مطالعې په وسیله کولای شو د خپل ښار او خپل هېواد ستونزې حل کړو او کابل ښاروالۍ د ښار په نورو ناحیوکې هم د ورته نندارتونونو د جوړولو په برخه کې هر راز مرستو ته چمتو ده. د کابل ښاوالۍ د ټولنیزو  او کلتوري چارو مرستیال وویل، په دې کې شک نشته چې کابل یو کلتوري ولایت دی او  اوسیدونکي یې تل د کتابونو له مطالعې سره مینه لري.چې دلته د کتابونو اخیستلو په موخه راغلي دي او موږ ډاډه یو چې، د کتاب لوستلو کلتور مخ پر وده روان دی. په دې نندارتون کې چې، د یوې اونۍ لپاره جوړ شوی دی، د څه باندې ( ۲۰۰ ) غرفو په ایښودلو سره، د بیلا بیلو خپرندیو موسسو او ټولنو چاپ شوي آثار نندارې ته وړاندې شوي، چې یوه غرفه یې د کابل ښاروالۍ د نشراتو او عامه  پوهاوي په ریاست پورې اړه لري