د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د مالیې وزارت د املاکو له عمومي رئیس سره وکتل

21 جوزا 1402

9984.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د مالیې وزارت د املاکو له عمومي رئیس محمد سعید انصاري سره د کابل ښاروالۍ د ملکیتونو د پېژندنې او له هغو څخه د سمې ګټې اخیستنې په اړه خبرې وکړې. په دې لیدنه کې کابل ښاروال وویل، چې د کابل ښاروالۍ د ملکیتونو د ثبت او راجستر لړۍ په الکترونیکي بڼه پیل شوې ده، چې له یوې خوا له دې منظم الکټرونیکي سیستم څخه په ګټه اخیستلو، د ملکیتونو د پیژندنې او ثبت، د ملکیتونو د شمیر او ډول او د کرایې او اجارې له برخو څخه د کابل ښاروالۍ د عوایدو په راټولولوکې شفافیت او روڼوالی رامنځته شوی، او له بلې خوا د چارو په ترسره کولوکې د چټکوالي او د ښې حکومتوالۍ  په برخو کې هم ګټورثابت شوی دی. په پای کې اړونده اړخونو پريکړه وکړه ،چې د کابل ښاروالۍ او مالیې وزارت تخنیکي کمېسیون دې د شته حل لارو او سیستمونو په کارولو سره ،د کابل ښاروالۍ او مالیې وزارت د ګډو ملکیتونو د کره پېژندنې او سمې ګټې اخیستنې لپاره په ګډه کار وکړي.