الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نیکمرغه لوی اختر په ورځو کې د څارویو د پلور ځایونو ټاکلو په اړه غونډه ترسره شوه

22 جوزا 1402

9988.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې دمرستیال مولوي محمد خالد سجستاني په مشرۍ د ښار او چاپېریال د پاک ساتلو او د نېکمرغه لوی اختر په ورځو کې په بیلا بیلو زونونو کې د څارویو د پلور ځایونو د ټاکلو په اړه غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې چې د کابل ښاروالۍ د بېلابېلو ناحیو رئیسانو په کې ګډون درلود؛ پریکړه وشوه چې، په عامه ځایونو او نورو ښاري او عامه سیمو په ځانګړې توګه د لوی اختر په ورځو کې د څارویو پلورل منع دي. په همدې توګه د کابل ښار په بېلابېلو زونونو کې د څارویو د پلور لپاره ځانګړي ځایونه وټاکل شول چې، له نورو ښاري سیمو څخه به څاروي دې ځایونو ته ولیږدول شي او د پتې موندنې په اړه به یې ډېر ژر د کابل ښاروالۍ له خپرنیزو کانالونو معلومات خپاره شي. دا کار له بیلابیلو ناروغیو د ښاریانو د خوندیتوب او د ښاري تاسیساتو د ساتنې په برخه کې ګټور او مهم دی، او له بلې خوا هغه ښاریانو ته چې، غواړي د اختر په ورځو کې څاروي وپيري، آسانتیاوې رامنځته کېږي