د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.45 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د یک پیسه ګي پله د بیارغونې چارې روانې دي

22 جوزا 1402

9990.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار ، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاو رامنځته کولو په موخه، د لومړۍ ناحیې اړوند د یک پیسه ګي پله د بیارغونې چارې روانې دي. د یاد ریاست د سړکونو او پلونو د بیارغونې آمر انجنیر شریف الله قادري وویل چې، د پله د کانکريټ کولو لومړی پړاو بشپړ شوی او له دې وروسته به یې د دیوالونو او لاندنیو برخو د بیارغونې او د کټارو رنګولو په اړه اقدام وشي. نوموړي زیاته کړه ، دغه پل (۴۵) متره اوږدوالی او (۲.۷۵) متره سور لري چې، د پله د ټینګښت ستنې هم د بیارغونې په چارو کې شاملې دي. یک پیسه ګي پل د کابل سیند پر سر یو له پخوانیو پلونو څخه دی چې، درې پیړۍ مخکې جوړ شوی دی. له یاد پله څخه د مردخانې، علي مردان بڼ او ورڅيرمه سیمو اوسېدونکي ګټه پورته کوي