د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له باغ بالا څخه تر بادام باغ پورې د نوي نښلوونکي سړک په اوږدوکې د شته خنډونو د ويجاړولو او پاکولو چارې پيل شوې

22 جوزا 1402

9992.jpg (1820 × 1024)

د اوه لسمې ناحیې اړوند له باغ بالا څخه تر بادام باغ پورې د نوي نښلوونکي سړک دجوړیدو په موخه، ددغه سړک په اوږدوکې تر استملاک لاندې کورونو او شته خنډونو د ویجاړولو او پاکولو چارې پيل شوې. د کابل ښاروالۍ د استملاک رييس انجنير عبدالمتين حنيف په دې اړه وويل، چې د سيمې اوسیدونکو د دې پروژې له پلي کېدو څخه هرکلى کړى دى اوددغه سړک په اوږدو کې( ۹۰ ) ملکیتونه او کورونه تر استملاک لاندې دي ، چې داستملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته حقوق ورکړل شي. نوموړي زياته کړه، د دغه مهم سړک په جوړېدو سره به د کابل شمال له لوېديځ سره ونښلول شي، چې له يوې خوا به د ښاريانو په تګ راتګ کې آسانتياوې رامنځته او له بلې خوا به د ګاونډيو سيمو اقتصادي ودې ته زمينه برابره شي. په پام کې ده چې د خنډونو د پاکولو او تر استملاک لاندې کورونو د ویجاړولو د چارو تر بشپړیدو وروسته، دغه سړک د (۹۰۰) مترو په اوږدوالي او (۲۰) متره سور سره په معیاري او بنسټیزه بڼه جوړ شي