الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې په ۱۶ م کذر کې د ۸ کوڅو د جوړولو چارې پیل شوې

22 جوزا 1402

9994.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي دفتر په مرسته، د پنځمې ناحیې په ۱۶م ګذر ده عربانو  سیمه کې د اتو کوڅو د جوړولو چارې پیل شوې. د پنځمې ناحيې مرستيال رفيع الله احمدزي وويل، چې په دې سيمه کې به د لښتیو په ګډون، د ( ٩٦٦ )مترو په اوږدوالي او (٤ ) مترو سور سره کوڅې  جوړې شي، چې له امله به یې د ښاریانو موسمي ستونزې حل او ترانسپورتي آسانتیاوې به ورته رامنځته شي. د یادې پروژې په پلي کیدو سره د دغې سيمې ګڼ شمیر  اوسيدونکو ته د کار زمينه برابره شوې ده، چې مسلکي کارګرانو ته د ورځې( ٧٠٠) افغانۍ او غير مسلکي کارګرانو ته( ٤٥٠ ) افغانۍ اجوره (معاش) ټاکل شوی دی. د یادولو وړ ده چې، د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پیل کیدو څخه خوښي څرګنده کړه او د کابل ښاروالۍ له پروګرامونو او پلانونو څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ