د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې د ګذر وکیلانو شورا رئیس، مرستیال او منشي وټاکل شول

23 جوزا 1402

9998.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحیې د رئیس مولوي عبدالحي حکیمي، د دوه ویشت ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو دشورا  رئیس عبدالمجیب صافي او د خلکو د همغږۍ چارو د استازي په شتون کې، حاجي حکیم جان ابراهیم خیل د اتمې ناحیې د ګذر وکیلانو شورا د رئیس، حاجي عمران امیري د مرستیال او ډاکتر محمد رفیع میرزاده د منشي په توګه وټاکل شول. د اتمې ناحیې رئیس د یادې ناحیې په کچه د ستونزو پیژندلو او د حل په اړه رڼا واچوله او د غوره ښاري خدمتونو په وړاندې کولو کې یې د ګذر وکیلانو رول مهم وباله. نوموړي زیاته کړه چې ګذر وکیلان باید تر بل هغه وخت له مسئولانو سره همغږي او همکار و اوسې، د سیمه ییزو او ښاري ستونزو په پیژندلو او د حل په موخه یې باید له هیڅ راز هلوځلو ډډه و نه کړي. ورته مهال د اتمې ناحیې د ګذر وکیلانو شورا مسئولانو ژمنه وکړه چې، د مسئولیت منلو حس پر بنسټ به د آبادۍ او ښاري پراختیا په برخو کې خپل مسئولیت په ښه توګه ادا کوي. د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو ریاست د معلوماتو له مخې، په اتمه ناحیه کې( ۵۰ ) ستندرد ګذرونه شته دي چې، ټول یې وکیلان هم لري