ښاریانو ته د ټولنیزو آسانتیاوو د رامنځته کولو په نیت، د اوومې ناحیې اړوند د لسم ګذر په ده مراد خان سیمه کې د کوڅو دکانکریټ کولو چارې، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر (UNOPS) د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ، یادې کوڅې (۹۵۷ ) متره اوږدوالی او( ۴ ) متره سور لري، چې چارې یې تر دې دمه ( ۵۰ ) سلنه مخته تللې دي. د یادې پروژې له لارې د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو ته کاري بوختیاوې رامنځته شوې ، چې په جوړېدو سره به یې د سیمې د اوسیدونکو پروړاندې شته موسمي ستونزې حل شي.
په ده مراد خان سیمه کې د کوڅو دکانکریټ کولو چارې روانې دي
23 جوزا 1402