د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

سرای شمالي چوک ته په غځیدلي ګلدان کې د ښاري ښکلا پروګرام د پلي کولو چارې دوام لري

12 سرطان 1402

10002.jpg (1820 × 1024)

د خلکو په رواني لید او ښاري ښکلا کې د غوره بدلون رامنځته کولوپه موخه، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري او د ملت سټیل اوسپنې ویلې کولو فابریکې په مرسته، سرای شمالي چوک ته په غځیدلي ګلدان کې د ښاري ښکلا پروګرام د پلي کولو چارې دوام لري. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وویل چې، په دې پروګرام کې د ښاري ښکلا د یوه سمبول، ګلدانونو او چمن جوړول، د اوږدو څوکیو نصب، د اوبو د فوارو جوړول او له تيږو څخه د (۷۰۰ ) متروپه اوږدوالي د پلو لارو د جوړولو چارې شاملې دي، چې تر یوې میاشتې پورې به په بنسټیزه توګه چارې بشپړې شي. ښاغلي جواد د ښار په نورو نوموتو سیمو کې هم د ښاري ښکلا د پروګرامونو له پلي کولو خبر ورکړ او ویې ویل چې، د ښاري ښکلا پروګرام ته پراختیا ورکول کیږي. نوموړي له هغه سوداګرو او متشبیثینو چې، تر دې دمه یې د ښاري ښکلا دپروګرام په پلي کولو کې برخه اخیستې؛ مننه وکړه او هیله یې څرګنده  کړه چې،  نور ملي پانګوال او سوداګر دې هم د ښار په ښکلا او آبادۍ کې خپل ملي او ښاري مسئولیت ادا کړي